IQNA

 په رښتیا په قرآن کې د لمانځه د نه ادا کولو په اړه د سزا خبره نه ده شوې؟

15:33 - March 06, 2024
د خبر لمبر: 3488835
ایکنا- د الازهر د فتواګانو مرکز په قرآن کې د تارک الصلاة لپاره د سزا د ذکر د نه شتون په باب د متحده عربی اماراتو د شیخ شکمنې خبرې په غبرګون کې  لیکلي دي ، تارک الصلاة دوه ډوله  دی ، هغه څوک چې قصدا لمونځ  ادا نه کړي او هغه څوک چې د لټۍ له امله دغه فریضه  ادا نه کړي او هردواړه به د خداوندمتعال په درګاه کې د سزا لپاره  خپل حکم ولري.

ایکنانیوز د مصر د شبابک خبری سایټ له قوله راپور راکړ،د متحده عربی اماراتو یو ه مبلغ وسیم یوسف په هغه ویډیوئي کلیپ  کې  چې پخپل ټولنیز چینل ایکس کې ئې خپور کړی دی،مدعی شوی چې په قرآن کریم کې هیڅکله هم  دهغه مسلمان لباره چې لمونځ نه کوي، کومه سزا نه پیدا کیږي،ځکه  لمونځ محبت او عشق راپنځوي  او خداوندمتعال  هیڅ یو بنده  خپل حشق اومینې ته نه مجبوري  او زیاتوي، خداوندمتعال  د مسلمانانو لپاره دلمانځه دنه کولو سزا  نه ده بیان کړې ،بلکې  د لمونځ څخه انکارکونکو په باب ئې خبره کړې ده.

د الازهر  د فتواګانو مرکز  په قرآن کریم کې د تارک الصلاة یعني د لمونځ نه اداکونکي لپاره د سزا نه کولو په باب د اماراتي شیخ د شبهې  په غبرګون کې  ولیکل، د لمانځه پریښودونکي (تارک الصلاة) دوه ډوله دي ،هغه څوک چې قصدا لمونځ نه اداکوي  او هغه څوک چې  دلټۍ له امله دغه فریضه نه ادا کوي او هردواړه به د خدای په درګاه کې د سزا لپاره خپل حکم ولري.

په دوام کې وئيل شوي دي، هغه څوک چې قصدا لمونځ ادا نه کړي ، ددغې دیني فریضې  منکر دی او قطعا به په الهي حکم سره سزا شي، البته که یو کس سهوا لمونځ پریږدي کبیره ګناه ئې کړې ده ،خو  کافر او مرتد نه دی.

د الازهر دفتواګانو مرکز  په دوام کې بیانوي، د لمانځه پریښودل او نه ادا کول د کفارې سبب نه کیږي،خو که  د ویده کیدا په دلیل ،د هیریدا اویا لټۍ په دلیل ونه لوستل شي، باید  په برهروخت  کې چې انسان ئې ادا کړی شي ،قضا دې ادا کړي.،ځکه  چې قضا شوی فرایض په هرهغه وخت کې چې وي ،مجاز دی او شرط دی چې  لمونځ ګوزار  څخه د یوې ورځې لمځونه قضا شي، نو باید په ترتیب سره ئې قضائي ادا کړي  اوکه  د قضا شوي لمنځونو شمیر زیات وي، نو ترتیب ئې نه وي، نو که بې ترتیبه هم  وي ،ادا دې شي.

په عین حال کې د الازهر عالم او دمصر د اسلامی چارو د لوړې شورا غړي شیخ عبدالغنبی هندي  هم د اماراتي شیخ د شبهې په ځواب کې روښانه کړې ده ،  دتارک الصلاة عقوبت په کتاب اوسنت کې  وارد شوی دی  اوپیغمبر اکرم (ص) ددې پّ باب خبرې کړي دي، خداوندمتعال  په ماعون سورې کې  فرمائي ؛ فَوَيْلٌ لِلْمُصَلِّينَ ﴿۴﴾ الَّذِينَ هُمْ عَنْ صَلَاتِهِمْ سَاهُونَ ﴿۵﴾ الَّذِينَ هُمْ يُرَاءُونَ ﴿۶﴾ وَيَمْنَعُونَ الْمَاعُونَ ﴿۷:   واي  وي پر هغو لمونځ ګوزارو چې  له خپل لمانځه غافل دي ،هغه کسان چې ریا کوي  او  دزکواة ورکولو او  د ضرورت د شیانو او وسایلو  له ورکولو ډډه کوي، کله ددغو کسانو په باب چې  له لمانځه غفلت  کوي،  د ویل عبارت(وائ) کاروي،د تاسو په نظر،هغو کسانو په باب چې لمونځ نه ادا کوي، نو وضعیّت  به په کوم ډول وي؟

د مصر دالازهر دغه عالم  په دې خبرې په ټينګار سره چې  د اماراتي واعظ او مبلغ  خبرې ناسمې او تیروتي دي، زیاته کړه؛ هرڅوک لمونځ  د غفلت له امله پریږدي ،نو  له هغه غوښتل کیږي څو توبه وکړي او بیرته وګرځي،البته هغه څوک چې په خپل لمانځه کې  لټي  کوي،باید  پر خپل لمانځه ټينګتیا وکړي او هر یو هم خپله خاصه سزا لري ، حتی د لمانځه د ځنډولو په باب هم ځیني سزاګانې شته دي  او  په لومړني وخت کې ئې د اداکیدا سپارښتنه شوې ده  او د لمانځه دنه کولو لپاره هم یو لړ سزاګانې ټاکل شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4203826 

captcha